په لاړكانه كښې فري ميډيكل كېمپ ٬ د سوؤنو په شمېرو رنځورانو ته داروګان وركړې شول

لاړکانه۔17اکتوبر(اے پی پی) د وفاقي وزير او د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري ٬ د چيئرمېن آصف علي زرداري او د قومي اسمبلۍ غړې فريال تالپور په هداياتو د فريد آباد رائس مل کښې يو مفت طبي کيمپ ولګولے شو٬ په كېمپ كښې د کراچۍ نوموړو ډاکټرانو د رنځورانو وېړيا درملنې وكړې۔ په فرید آباد کلي کښې د باران او سیلاب ځپلو لپاره کیمپ هم ولګولے شو په كوم كښې چې د بېلو رنځونو پوهه ډاكټرانو د 12 سوه نه د زياتو رنځورانو وېړيا معائنه وكړه او دوئي ته يۍ وېړيا داروګان وركړل۔ په فريد آباد كښې د پي پي پي د صوبائي اسمبلۍ غړي انور خان سيال او د سماجي تنظيم ګېدر كېن لخوا هم يو طبي كېمپ ولګولے شو٬ په كوم كښې چې ډاكټر نورين شېخ ٬ د دماغي رنځونو پوهه ډاكټر ميلو ٬ د زړه ډاكټر ثناﺀ او نورو د 12 سوه نه د زياتو رنځورانو وېړيا معائنه وكړه۔