دبئی ۔17اکتوبر(اے پی پی) د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زاید له خپل ترکي همڅنګ رجب طیب اردوان سره په ټیلیفوني تماس کښې د كان په پېښه كښې د مړو شويو کسانو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړه۔ د اماراتو خبري اژانس د راپور له مخې صدر محمد بن زاید خپل ترکي همڅنګ رجب طیب اردوان ته ټېلېفون وکړ او د دغه هېواد په شمالي سیمه کښې د كان پېښې له امله د رامنځته شوې ځاني پېښې په اړه یې ژوره خواشیني او بشپړه خواخوږي څرګنده کړه۔ دې نه وړاندې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وئیلي وو، چې په کان کښې په 110 كسانو كښې 58 كسان د مرستې ډلو بچ كړې دي۔