برسبېن۔17اکتوبر(اے پی پی) د آئي سي سي مېنز ټي 20 ورلډ كپ په لړ كښې وروستي درې وارم مېچونه به د روانې اكتوبر مياشتې په 19 مه نېټه كېږي۔ پاكستان كركټ لوبډله به خپل دويم او ورستې وارم اپ مېچ د افغانستان په ضد كوي٬ د آئي سي سي تر اهتمام لاندې د ټی 20 ورلډ کپ اولنے راؤنډ په آسټرېليا كښې پېل شوے دے۔ په سپر راؤنډ كښې د شاملو لوبډلو ترمينځه د وارم اپ مېچونو لړۍ به د روانې مياشتې په 19 مه نېټه پايې ته ورسي او په دغه ورځ به وروستي درې وارم اپ مېچونه كولې شي۔ اولنے مېچ به د پاكستان او افغانستان ترمينځه په برسبېن ٬ دويم د بنګله دېش او سوئيلي افريقا ترمينځه او درېم او وروستې مېچ به د نيوزي لېنډ او هند لوبډلې ترمينځه كولې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې د آئي سي سي تر اهمتام لاندې د ټی 20 ورلډ کپ سپر 12 پړاؤ پېل به د روانې مياشتې 22 مې نېټې څخه كېږي۔