نړيواله ورورلي دې سيلاب ځپليو سيمو تعمير او بحالۍ راروان پړاؤ كښې خپل بشپړه كردار ترسره كړي۔احسن اقبال

اسلام آباد 15اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال يو ځل بيا په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې د سيلاب ځپليو سيمو تعمير او بحالۍ راروان پړاؤ كښې خپل بشپړه كردار ترسره كړي دغسې چې د بحالۍ كار زر پيل شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سيلاب ځپليو سيمو تعمير نو په اړه د زوم د لارې ګول ميز کنفرنس ته خپله وينا كښې وكړه۔کنفرنس اهتمام ورلډ بينك ، د منصوبه بندۍ وزارت او صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټيز كړې ؤ كوم چې په امريكا كښې شوې ؤ۔ګول ميز کنفرنس كښې وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال، وزير سردار اياز صادق، چيف اکانومسټ، د منصوبه بندۍ وزارت سيكټري او نورو مهم چارواكو ګډون وكړو دغسې د خزاني وفاقي وزير اسحاق ډار امريکې څخه په دې کنفرنس كښې ګډون وكړو۔په دې موقع خطاب کښې وفاقي وزير احسن اقبال يو كوټلې “پوسټ ډيميج اينډ نيډ اسسمنټ” مشق په اهميت رڼا واچوله كوم چې د ورلډ بانك ،اسيائي پرمختيائي بانك ، اروپائي استلاف او ملګرو ملتونو په مرسته بشپړ شوې ۔دا خبره دې ياده وي چې سيلاب ځپليو سيمو بدحالۍ راروان پړاؤ باقاعدہ رپورټ به ډير زر وزيراعظم ته وړاندې كړې شي چې ترمخه به ئې د ځپليو سيمو د تعمير کار پيل كولې شي۔