سلامتي کونسل دې په غير قانوني توګه د هند په قبضه كښې جمو او کشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو لپاره روان غير قانوني او يو اړخيزه اقداماتو په سمدستي توګه نوټس واخلي ۔ خارجه وزير بلاول بھټوزرداري د سلامتي کونسل صدر او ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل په نامه خط

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټوزرداري وئيلي دي چې سلامتي کونسل دې په غير قانوني توګه د هند په قبضه كښې جمو او کشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو لپاره روان غير قانوني او يو اړخيزه اقداماتو په سمدستي توګه نوټس واخلي۔دا خبره ده د سلامتي کونسل صدر او ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل په نامه خپل خط كښې كړې ده۔ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې خارجه بلاول بھټوزرداري په غيرقانوني توګه د هند په قبضه كښې جمو او کشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو لپاره د هند په غير قانوني اقدامات د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل صدر او ملګرو ملتونو سکريټري جنرل ته دا خط ليكلې دې۔ خارجه وزير په خپل خط كښې د هند په غير قانوني توګه قبضه كښې جمو او کشمير تشويشناك صورتحال پلو پام راګرځولې دې چې پكښې په خاص توګه د هند داړخه مقبوضه کشميركښې د آبادۍ تناسب بدلولو لپاره روان غير قانوني اقدامات حواله وركړې شوي۔ خارجه وزير د هند د اړخه په غيرقاني توګه د هند په قبضه كښې جمو او کشمير اولس له د خپلواكۍ حق وركولو څخه پرله پسې د افسوس څرګندونه كړي۔خارجه وزير ووئيل د هند د اړخه 5 اګست 2019 راهسې يو اړخيزه اقدامات، پشمول مقبوضه سيمي آبادياتي ډھانچې بدلولو رواني منظم هڅي ، د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو، څلورم جينيوا کنونشن پشمول نړيوال قوانين خلاف ورزي ده۔ده په دې خبره زور راوړو چې د هند حكومت سيمه كښې بلدياتي ټاكنو خخه وړاندې مقبوضه جمو او کشمير كښې 25 لكهه نوي ووټرز رجسټر کولو لپاره تندۍ سره اقدامات کوي،دغسې چې مقبوضه سيمه كښې د آبادۍ په تناسب كښې مداخلت کولو سره نور بدلون وكړې شي۔خارجه وزير د دې خبري پخلې كړې چې جمو او کشمير تنازعې حل يواځنې قانوني بنياد د سلامتي کونسل په اړوندو قراردادونو عمل درآمد دې۔خارجه وزير د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل او سيکرټري جنرل هم زور راوړو چې د سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو او کشميريانو خواهشاتو له مخې جمو او کشمير شخړې امناكه حل ودې له كوټلي هڅي وكړي۔