
پېښور 15 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د قامي اسمبلۍ په درې چوكو به سبا د اتوار په ورځ ضمني ټاكني كېږي،د ټاكنو كمپائن وخت د خالي په شپه 12بجے ختم شوې ؤ، ضمني ټاكنو په لړ كښې پي ډي اېم او پي ټي آئي د انتخابي كمپائن په آخري ورځو كښې جلسے کړې دي، صوبائي سرښار پېښور كښې ضلعي انتظاميې په امر د خالي په ورځ عامه رخصتي وه، زياتره انتخابي عمله د تعليم محکمې په اهلکارو مشتمل ده چې له امله ئې تعليمي ادارو كښې د خالي په ورځ رخصتي وه، اليکشن كمېشن له مخې پولنګ به سبا د اتوار په ورځ سهار لس بجے پيل كيدو سره تر ماښام 5 بجے غير د څه دمې روان وي،د پولنګ وقت ختميدو نه پس به هم په پولنګ اسټيشن کښې دننه موجود ووټرانو ته د ووټ كاسټ كولو اجازه وي، اليکشن كمېشن له مخې پېښور كښې 14 لكهه 50 زره څخه زيات ووټرز به خپل ووټ كاسټ كوي چې پكښې د سړو شميره 8 لكهه 8 زره او ميرمنو ووټرانو شميره 6 لكهه 42 زره ده، اين اے 22 مردان څخه 4، اين اے 24 چارسدې څخه 4 او اين اے 31 پېښور څخه 8 كانديدان په ټاكنو كښې برخه اخلي،اليکشن كمېشن له مخې د ټاكنو لپاره په مجموعي توګه 979 پولنګ اسټيشني جوړي شوې دي،د نارينه پولنګ اسټيشنو شميره 429، د ميرمنو پولنګ اسټيشنو شميره 351 دغسې 199 پولنګ اسټيشنې شريكي دي، د پولنګ اسټيشنوكښې په مجموعي توګه 745 پولنګ اسټيشن زياتي حساس او 234 حساس ګرځولې شوي۔ اليکشن كمېشن ټول ضروري انتظامات بشپړ كړې دي۔