پېنډۍ 14 اکتوبر (اے پي پي) د پېښور کور کمانډر لېفټيننټ جنرال حسن اظهر حيات د سوئيلي وزيرستان ضلعې دوره او په دې موقع ئې قبائيلي مشرانو سره ملاقات كړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې کور کمانډر ځائي اولس او قبائيلي مشرانو ته د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ د هر ډول ممكنه مرسته او په سيمه كښې امن او استحكام لپاره٬ د ترهګرو نېټ ورك او انفراسټركچر ختمولو په هلو ځلو دوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د سيمې مشرانو سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په ماحول پېدا كولو او اولس او د سيمې تحفظ باوري كولو لپاره ئې د پاك پوځ د قربانو او كاميابو ستائنه وكړه٬ د سيمې اولس امن او امان په ځائ ساتلو او د امن خواږه ترلاسه كولو لپاره امنيتي اهلكارو سره د اوږه په اوږه ودرېدو عزم وكړو۔