لاهور 14 اکتوبر (اے پي پي) د سکھ مذهب دستوره “سا کا پنجه صاحب” كښې ګډون لپاره به پنځه سووه سکھ ياتري په 26م اكتوبر د واهګه پولې د لارې پاكستان ته راځي٬ پاكستان د خېرسګالۍ له مخې هندي وګړو ته په دستوره كښې د ګډون كولو اجازه وركړې ده٬ د ساکا پنجه صاحب مرکزي دستوره به په درېشم اكتوبر په حسن ابدال كښې كېږي چې پكښې به د نورو هېوادونو نه هم ياتري كډون كوي۔ دا خبره د متروکه وقف املاک بورډ لخوا په جاري بيان كښې شوې ده۔ په دې لړ كښې ټولو انتطاماتو ته حتمي شكل وركړې شوې دې۔ د ستورې په مهال به سخت امنيتي انتظامات هم كولې شي