واشنګټن 14 اکتوبر (اے پي پي) د امريکې عدالت په رياست فلوريډا كښې په پارك لېنډ سكول كښې د 17 كسانو قاتل ته د ټول عمري زندان سزا اورولې ده۔ د امريکې د خپرونو ادارې له مخې په كال 2018 كښې په سكول كښې د ډزو په پېښه كښې 17 كسان وژلو قاتل نکولس کروز د مقدمې سماعت په مهال جيوري دا پرېكړه اورولې ده٬ د جيوري په دې پرېكړه ځپلې كورنۍ د هفګان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې په دې پرېكړه زيات مايوسه شوې يو قاتل ته د مرګ سزا وركول پكار ده۔ د يادونې وړ ده چې د فلورېډا قانون له مخې هر يو تورن ته د مرګ سزا وركولو لپاره كم از كم په متفقه توګه ووټ ته اړتيا وي او په دې پرېكړه كښې جيوري د مرګ په سزا متفق شوې نه