نوم پنه 14 اكتوبر (اے پي پي) كمبوډيا كښې د بيړۍ چپه كيدو په نتيجه كښې 8 زدكونكي مړه او 3 بې دركه شوې۔ د چين خبر رسني ادارې سينئر پوليس اهلكار په اړه ووئيل د كمبوډيا جنوبي صوبې كنډال كښې په دريائے ميكونګ په موټر چليدونكي بيړۍ پېښې سره مخ شوې چې په نتيجه كښې ئې بيړۍ چپه شوې په دې مهال د 8 كسانو د مړيني تصديق شوې دې، 3 كسان تر اوسه بې دركه دي۔دا پېښه ضلع ليوك ډائيك كښې د ساحل څخه تقريباً 50 ميټره لري رامخې ته شوي چې پكښې 14 زدكونكي د كومو عمرونه چې 12 نه تر 14 كاله ؤ په يوه بيړۍ كښې ناست ؤژ د جمعې په ورځ د 8 كسانو مړي او د بيړۍ آپريټر پشمول 4 كسان ژوندي بچ كړې شوي دغسې درې كسان تر اوسه بې دركه دي د كومو لټون چې روان دې