كوئټه 14 اكتوبر (اے پي پي) د بلوچستان الخدمت فاؤنډېشن صدر انجينئر جميل احمدكرد وئيلي دي چې سېلاب ځپليو د كورنو جوړولو لپاره شتمند دې زمونږ سره مرسته وكړي،په ټولو ضلعو كښې غريبانو او مسكينانو او كم آمدن لرونكو له راشن ، د څښلو اوبو وركولو،د درملني او تعليم آسانۍ وركړې كېږي، خيمو كښې هم ځپليو له د خوراك څيزونه وركوو۔په كيمپونو كښې ماشومانو د تعليم او ميرمنو له درملنه وركړې كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د الخدمت فاؤنډېشن ضلعي صدر سره فون او صوبائي دفتر كښې پلاوي سره پهخ خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل فاؤنډېشن ګڼو ځپليو له د نظم او ضبط سره په درشل راشن ورسول ، مشكل حالات كښې د ځپليو په غم دړد كښې مونږ د شتمندو پھ مرتسه د هغوي مدد كوو۔ده ووئيل د ټولو سېلاب ځپليو تر بحاليدو به زمونږ هلي ځلي رواني وي