قطبي افغانستان كښې د فضائي كاروائۍ په مهال د طالبان 10 مهم قومندانان ووژل شول۔ ارزګان كښې د افغان ځواكونو او طالبانو ترمينځھ نښتې – 9 طالبان ووژل شول

کابل ۔ 29 مئی (اے پی پی) قطبي افغانستان كښې د فضائي كاروائۍ په مهال د طالبان 10 مهم قومندانان وژلي شوي او يو بل سخت ژوبل شوے۔ ارزګان كښې د افغان ځواكونو او طالبانو ترمينځھ د نښتو په نتيجه كښې 9 طالبان وژلې شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ کابل كښې د امنيتي ادارو د ځان مرګې بريد كوؤنكو وژلو ادعا كړې۔ امريكې افغانستان كښې مېشته خپلو وګړو ته د محتاط پاتې كېدو هدايت كړې۔ كابل كښې د افغان دفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې تېره ورځ مركزي اولسوالۍ كښې هوائي ځواكونو د شرخوښو پټ ځايونه په نښه كړل۔ د بيان ترمخه د بريد په مهال د طالبان مهم قومندانان په يو ځائې جمع وو۔