نائيجيريا٬د سيلاب له امله د مړو شمېره 500 ته ورسېده

ابوجا12اکتوبر(اے پی پی)په نائيجيريا كښې د روان كال په مهال د سختو بارانونو او سيلاب له امله د 500 څخه زيات كسان مړه او 1546 نور ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس د نائيجيرين بشري چارو٬ډيزاسټر منيجمنټ او سماجي پرمختګ وزارت مستقل سيكرټري ناصر ثاني ګوارزو په اړه ووئيل په ټول هېواد كښې د سختو بارانونو او سيلاب څخه تراوسه 31 رياستونه او وفاقي پايه تخت كښې تباهي راغلې چې له امله يې 1.4 ملين څخه زيات كسان ځپلې شوي او تراوسه 7 لكه 90 زره 254 كسانو كډه كړی٬د 44 زره څخه زياتو كورونو ته په جزوي توګه زيان رسېدلے ٬ نزدې 45 زره كورونه د سيلاب له امله په بشپړه توګه تباه شوي او 1 لك 40 زره هيكټر څخه زيات زرعي زمكو ته هم زيان رسېدلے دے