چين- پاكستان اقتصادي راهداري به د “دي بېلټ اېنډ روډ” مثالي منصوبه جوړولې شي٬ د چين خارجه وزارت

بیجنګ۔11اکتوبر(اے پی پی) چين وئيلي چين- پاكستان اقتصادي راهداري به د “دي بېلټ اېنډ روډ” مثالي منصوبه جوړولې شي۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د چين خارجه وزارت وياند ماونينګ وئيلي چې چېين پاك اقتصادي راهداري د “دي بېلټ اېنډ روډ” لاندې يوه مهمه منصوبه ده او په موجوده وخت كښې دا د پاك – چين مرستې مثالي منصوبه هم ده۔ د سي پېك لاندې د توان په څانګه كښې تر ټولو زياته سرمايه كاري شوې ده او په دې لړ كښې تر ټولو زيات ګړندې پرمختګ هم شوے دے۔ ده ووئيل دې سره نه يوازې پاكستان ته پاك ٬ تلپاتې او غوره توان ترلاسه كېږي بلكې په ځائي معاشي او سماجي پرمختګ كښې د كوټلي رول لوبولو سره سره د دې د لارې د ملازمت فرصتونه هم رامخې ته كېږي د كومو چې پاكستاني حكومت او د ژوند بېلو څانګو سره تړون لرونكو ستائنه كړې ده۔ ده وئيل چين پاكستان په ګډه د شريكو ګټو اصولو په بنياد دوه اړخيزه ګټورې مرستې ته وده وركول غواړي او سی پېک د ” دی بېلټ اېنډ روډ” ځانګړې او مثالي منصوبه جوړول غواړي دغسې چې د دواړو هېوادونو په شمول د ټولې منطقې د اولس په سوكالۍ كښې كردار ترسره كړے شي.