نوې ډيلې ۔10 اکتوبر(اے پی پی) په هند كښې د امن ناوړه صورتحال او د بشري ژوند پرېوتې حال هغه مهال يو وارې بيا رامخې ته شو كله چې د راجھستان ايالت په سرښار جے پور كښې شوكه كوؤنكو د سپينو زرو يو پازېب ترګوتو كولو له د يوې مشرې 108 كلنې مېرمنې پښه پرېكړه۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې ځائي پوليس وئيلي چې دا پېښه سهار 5 بجې رامخې ته شوه۔ تورونو د پازېب په زبردستۍ د اخستلو هڅې كولو په مهال د يادې شوې مېرمنې پښه پرېكړه او دا يۍ په وينو كښې لت پت پرېښودله۔ د مېرمنې پېژندګلو د جمنا دېوی نامې سره شوې ده٬ دا مهال په يو نزدې روغتون كښې ددې درملنې روانې دي۔ د دې د كور د خلقو د وېنا له مخې دا خپلې لور او نمسۍ سره اوسېده۔ د اتوار په ورځ نامعلومه كسانو په زبردستۍ د كور نه بهر كړه او په تېزه آله يۍ د دې پښه پرېكولو سره د دې پازېب تر ګوتو كړو۔ بلخوا د مېرمنې حالت نازك ښودلے شوے دے۔