ملګرو ملتونه ۔10 اکتوبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د موسمياتو پوهانو وئيلي دي چې د سمندر د كچې د لوړیدو له امله د مالدیپ او توالا د اوبو لاندې راتللو خطر شته۔ د فرانسيسي خبري اژانس د نړيوالې ادارې د پوهانو د تازه رپورټ حواله وركولو سره وئيلي دي چې د نړيوال حدت دلاسه د نړۍ يو شمېر سيمو كښې د سمندر كچه لوړېږي۔ د كال 1900 نه تر دې دمه د 15 نه تر 25 سېنټي مېټره (6 نه تر 10 انچ) اضافه شوې ده او د دې په رفتار كښې تندي رامخې ته كېږي٬ كه د حدت دا لړۍ دغسې روانه پاتې شوه نو د روانې پېړۍ تر پايې د بحر الكاهل او بحر هند جزيرو شاوخوا د سمندر كچه تر يو ميټر (39 انچ) لوړېدې شي كومه چې په يقيني توګه د خطر سبب جوړېدې شي۔ د موسمياتي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د بېن الحکومتی پېنل په اړه د يوې مطالعې له مخې 5 هېوادونه مالدیپ، تووالو، مارشل جزائر، ناورو او کریباتی تر كال 2100 غېر آباد كېدې شي چې ورسره به نزدې 6 لكه كسان بې كوره شي۔ د دوئي وېنا وه چې پخوا به د جنګونو د لارې د رياستونو وجود لمينځه تللو ٬ داسې كوم مثال نشته چې د رياستونو وجود د سمندر د كچې لوړېدو يا د موسمي بدلون د لاسه ختم شوې وي۔ د مالديب پخواني صدر محمد نشيد وېنا ده چې دا هغه الميه ده كومې سره چې ددې هېواد يا ملت مخ كېدې شي