ابوجا۔10اکتوبر(اے پی پی) د نائیجیریا په سوئيلي ختيځ رياست انامبرا كښې د كشتۍ ډوبېدو پېښې په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 76 ته رسېدلې ده۔ 9 نور كسان تردې دمه بې دركه دي۔ د چين خبري اژانې د نائيجيرين نېشنل اېمرجنسي مېنجمنټ اېجنسۍ (اېن اي اېم اے) زونل كوآرډينېتر حوالې سره وئيلي چې په كشتۍ كښې ټول 85 كسان ناست وو كومه چې د انجن خرابېدو او تندو چپو سره د مخ كېدو له امله اپوټه شوه۔ د اولنۍ اطلاع له مخې 10 كسان مړه او 60 بې دركه وو او اوس د مړو شمېره 76 ته رسېدلې ده۔ بلخوا د پاتې 9 كسانو لټون له عمليات روان دي۔