سرينګر 07 اكتوبر (اے پي پي) د هند د غېر قانوني تسلط جمو و کشمير په لداخ سيمه كښې د هندي عسكرو په ګاډي د خاورو كمر لوېدو له امله 6 عسكر مړه شوي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د جمعې په ورځ سهار په لداخ كښې د هندي پوځ قافلے په دريو ګاډو د خاورو كمر لوېد چې پكښې 6 عسكر مړه او يو شمېر ژوبل شوي۔مړي او ژوبل شوي اهلكار نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې دي