لاس وېګاس، د وسله والو په بريد كښې 2 كسان مړه٬ 6 ژوبل

واشنګټن 07اکتوبر (اے پي پي)د امريکې د نيواډا رياست په لاس وېګاس ښار كښې وسله والو په چاقو وهلو 2 كسان وژلي او 6 ژوبل كړي دي۔ د فرانس خبري اژانس له مخې ميټروپوليټن پوليس چارواكو وئيلي دي بريد كونكې د چاقو د لارې په يو شمېر وګړو ګوزارونه يكړي چې په نتيجه كښې ئې 2 كسان مړه او 6 ژوبل شوي۔ پوليس شكمن كسان نيولې او مقدمه درج كولو سره ئې پلټنې پېل كړې