رياض 07اکتوبر (اے پي پي) د سعودي عرب داخله وزير شهزاده عبد العزيز بن سعود بن نايف سره د بحرېن خپل همڅنګ جنرال شېخ راشد بن عبد الله آل خليفه ليدلي دي ۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخئ په رياض كښې دواړو داخله وزيرانو د دوه اړخيزه شريكو اړيكو پشمول د يو شمېر چارو جاج واخست او د امنيت د شريكې مرستې په پراختيا هم خبرېوشوې۔ په دې موقع امنيتي لوظنامې هم لاسليك شوې دي