د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلي به د پاکستانيانو او حكومت سره د يووالي او مرستي څرګندوني لپاره په قرارداد كاروائي كوي ۔ د جنرل اسمبلۍ وياند

ملګري ملتونه 06 اکتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډه كښې په پاکستان كښې د سیلاب له امله په شوې تباهۍ به د پاکستان اولس او حكومت سره د يووالي او مرستې څرګندوني لپاره په قرارداد کارروائی کوي۔د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو 193 كسيزه جنرل اسمبلۍ صدر وياند پولینا کوبیك په يو بريفنګ كښې ووئيل جنرل اسمبلی به د جمعې په ورځ پاکستان لپاره په وړاندې شوي قرارداد کارروائی کوي چې پكښې د سیلاب له امله په شوي ځاني او مالي زيان د پاکستان اولس او حکومت سره د يووالي او مرستې څرګندونه شوې ،پاکستان كښې د راغلي سیلاب په نتيجه كښې 1700 څخه زيات كسان مړه او 33 ملیونه كسان بې كوره شوي۔ده ووئيل د جنرل اسمبلۍ په غونډه كښې پاکستان انسانی مرستې او بحالۍ لپاره هڅي تندولو له په نړيواله ورورولۍ هم د مرستي لپاره زور راوړلے شي او د غړو هېوادونو ، ملګرو ملتونو او بشري حقونو تنظیمونو ډاډګيرنه به كولې شي چې د ځپليو او په خاص توګه د زيات خطر سره د مخ كسانو ضروریات پورا کولو له په ګډه كار وكړې شي