سعودی عربستان ، د مسجد نبوي انتظاميې په رياض الجنة كښې مېرمنو لپاره د مونځ او زيارت كولو نوے شېډول جاري كړو

ریاض۔ 5 اکتوبر(اے پی پی) په سعودي عربستان كښې د مسجد نبوي انتظاميې په رياض الجنة كښې مېرمنو لپاره د مونځ او زيارت كولو نوې شېډول اعلان كړے٬ مېرمنې به اوس د سحر او ماښام په وخت زيارت كولې شي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د مسجد نبوي انتظاميې وئيلي دي زيارت كوؤنكې مېرمنې د سهار 6 نه تر 11 او د شپې د 9 نه تر 12 بجو په رياض الجنة كښې مونځ كولې شي۔ دوي به د جمعې په ورځ د سهار 6 نه تر 9 بجو او د شپې د 9 نه 12 بجو پورې رياض الجنة كښې مونځ او زيارت كولې شي