په هند كښې بس ژورې كندې ته پرېوت ٬ 20 كسان مړه 20 ژوبل

نوې ډيلې 5 اکتوبر(اے پی پی) دهند په اتراكھنډ ايالت كښې يو مسافر بس ژورې كندې ته د پرېوتو په نتيجه كښې 20 كسان مړه او 20 نور ژوبل شوي دي۔ د چين ابلاغ ذريعو د ځائي پوليس په اړه وئيلي دي دا بس د ضلع پوړي ګړھوال دهوم كوټ سره نزدې ژورې كندې ته پرېوتے۔ د پېښې په نتيجه كښې 20 كسان مړه او 20 نور ژوبل شوي ۔ دا خبره دې ياده وي پېښې سره مخ شوي كسان د واده په دستوره كښې ګډون كولو له روان وو