سټاك هوم 05 اکتوبر (اے پي پي) په سويډن كښې د کېمسټرۍ نوبل انعام د کېرولين برټوززي، مورټن ميلډل، او بېري شارپلس په نامه كړے شوے۔ د برتانيې خپرونو ادارې له مخې دريو واړو سائنس مدارو ماليکيولز په يو ځاے د كټ كولو لكه چې “كلك كېمسټري” وئيلي كېږي په اړه دا اېوارډ وركړے شوے٬ انعام ترلاسه كوٶنكو ته به لس مېليونه سويډش كرونا (800,000 پاٶنډ) انعام به په مشتركه توګه وركولې شي٬ تېر كال کېمسټري ايوارډ دوه سائنس مدارو ته د ماليکيولز جوړولو لپاره په اوزار جوړولو وركړے شوے۔ د دې نه وړاندې د ګل په ورځ كمېټۍ په انساني ارتقاء كار كوٶنكې سوانتے پابو ته د طب نوبل انعام وركړے شوے