برسلز 05 اکتوبر (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف غړو هېوادونو د روسيه په ضد د بندېزونو په اتم پېكج اتفاق كړے۔ د روسيه خبر رسنې ادارې د جمهوريه چېك خبر رسنې ادارې سي ټي حواله وركولو سره ووئيل د روسيه په ضد د بندېزونو يو بل پېكج له صلاح شوې، چې پكښې د روسيه د تېلو د بيعې حد معرفي كول هم شامل دي ٬ د دې نه علاوه يو شمېر د روسيه وګړي د بندېزونو په فهرست كښې شامل كړے شوي۔ هيله ده چې د روسيه په ضد د بندېزونو اتم پېكج به د اروپائي ائتلاف هېوادونو مشرانو او د حكومتونو د غېر رسمي مشرانو غونډه كښې بحث له وړاندې كړے شي كوم چې به په شپږم او اوسم اكتوبر پراګ كښې كېږي