شېخ احمد نواف الصباح بيا د كوېت وزيراعظم مقرر كړے شو

کوېت سټي 05 اکتوبر (اے پي پي) شيخ احمد نواف الصباح بيا د كوېت وزيراعظم مقرر كړے شوے۔ د كوېت سركاري خبر رسنې ادارې له مخې د كوېت امير لخوا د شورو په ورځ د جاري حكم نامې له مخې شېخ احمد نواف الصباح بيا وزيراعظم مقرر كړے شوے او ورته د نوې كابينې د غړو غوره كولو كار هم سپارلے شوے ۔ د يادونې وړ ده شېخ احمد نواف الاحمد الصباح د كوېت امير شېخ نواف الاحمد الجابر الصباح مشر زوې دے او په بېلا بېلو عسكرو عهدو د پاتې كېدو نه علاوه په انټرپول ،کوېتي پوليس آرګنائزېشن او د نېشنل ګارډز مشر هم پاتې شوے دے