موغادېشو۔5 اکتوبر(اے پی پی) په صوماليه كښې په 3 ځانمرګې بريدونو كښې 12 كسان وژلې شوي ۔ د ترك ابلاغ ذريعو د هيران ولايت والي علي جايتے عثمان په اړه وئيلي دي په صوماليه كښې ځانمرګې بريد كوؤنكو د چاؤدېدونكو توكو څخه دوه ډك ګاډو د لارې د هيران انتظامي مركز په نخښه كولو سره بريدونه وكړل چې په نتيجه كښې يۍ 12 كسان ووژل شول۔ ده ووئيل د هيرشابيل صوبې د روغتيا وزير او د هيران دوهم ګورنر انچارج فنانس هم په وژلے شوو كښې شامل دے۔ عمثان وئيلي دي د چاؤدنو نه وروستو د زياتو ډزو غږونه هم تر غوږو شول۔ ده ووئيل د يادونې وړ خبره خو دا ده چې دا بريدونه د صومالي او امريكائي پوځ لخوا د هيران په سيمه كښې د ترھكر تنظيم الشباب په ضد د شوو كارروائيو نه وروستو رامخې ته شوي۔