د ایران په خوئے ښار كښې د 5.7 شدت زلزله٬ 276 كسان ژوبل

تهران ۔5اکتوبر(اے پی پی) د ایران د لویدیځ اذربایجان ولایت په خوئے ښار كښې د 5.7 شدت زلزله ريكارډ كړې شوه د كومې په نتيجه كښې ډې 276 كسان ټپيان شوي دي۔ د چين خبري اژانس د امريكا جيوجيكل سنټر حوالې سره وئيلي چې د لويديځ آذربائيجان په خوئے ښار كښې د شورؤ په ورځ د راغلې زلزلې شدت په رېكټر سكېل 5.7 ريكارډ كړے شوے دے۔ ځائي چارواكو وئيلي چې د زلزلې د لاسه 276 كسان ژوبل شوي دي او ددې مرز د زمكې سطحې نه 10 كلوميټر ژور وو۔