الخدمت فاؤنډېشن لاهور څخه د سيلاب ځپليو مرستې لپاره نورې 4 كروړه روپۍ وركړی

اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) الخدمت فاؤنډېشن لاهور څخه د سيلاب ځپليو مرستې لپاره د نورو 4 كروړه روپو چيك وركړے۔د الخدمت فاؤنډېشن لاهور صدر انجينئر احمد حماد رشيد د الخدمت فاؤنډېشن مركزي صدر محمد عبدالشكور ته د مرستې دا چېك وركړر۔په دې موقع محمد عبدالشكور ووئيل د الخدمت فاؤنډېشن د سيلاب ځپليو لپاره د مرستې هلې ځلې روانې دي٬مونږ د اولس مننه كوو چې په الخدمت فاؤنډېشن باور څرګندونه كوي او په دې سخت وخت كښې د سيلاب ځپليو وروڼو خوئېندو مرستې لپاره برخه اخلي۔ په دې موقع انجينئر احمد حماد رشيد ووئيل سيلاب ځپلي به په دې سخت وخت كښې يواځې نه پرېدو۔ الخدمت لاهور د دې څخه وړاندې د لاهور وګړو په مرسته 16 كروړه روپۍ ٬جامې٬خشك سامان٬داروګان او په خيمو مشتمل 18 ټركونه سيلاب ځپليو ته وركړي او تراوسه د مرستې دا لړۍ روانه ده۔