سیلاب ځپليو لپاره د پاکستان او ملګرو ملتونو شريك نظرثانی شوے فلېش 2022 اپیل جنیوا كښې كېږي ۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) سیلاب ځپليو لپاره د پاکستان او ملګرو ملتونو شريك نظرثانی شوے فلېش 2022 اپیل د نهي په ورځ جنیوا كښې كېږي۔د خارجه دفتر وياند له مخې د سیلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره دا كمپائن د پاكستان حکومت او ملګرو ملتونو پيل كړے۔ د پاکستان د اړخه په دې كمپائن كښې د موسمي بدلون وفاقی وزیره شیری رحمنٰ، د اقتصادی چارو وفاقی وزیر او وزیر مملکت حنا ربانی کھر ګډون كوي۔