په كابل كښې په يوه اوونۍ كښې درېمه چاؤدنه ٬ كوم ځاني زيان نه دے شوے

کابل۔ 4 اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې په يوه اوونۍ كښې درېمه چاؤدنه شوې چې په نتيجه كښې يۍ د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ د چين خبري اژانس له مخې د كابل پوليس وياند خالد زردان ووئيل دا پېښه د نهې په ورځ سهار په كابل پوليس ډستركټ 2 كښې د سړك په غاړه د نصب كړې شويو چاؤدېونكو توكو چاؤدلو له امله رامخې ته شوې۔ بلخوا كومې ډلې تر دې دمه د دې پښې ذمه واري په غاړه نه ده اخستې۔دا خبره دې ښكاره وي د كابل په ښوونيز مركز كښې د جمعې په ورځ رامخې ته شوې چاؤدنه كښې 53 كسان مړه او 110 ژوبل شوې وو