د سعودي حكومت عمره كوؤنكو ته تر 3 مياشتو د پاتې كېدو آسانۍ وركولو اعلان

ریاض ۔3اکتوبر(اے پی پی) سعودي عربستان پرېكړه كړې ده چې د عمرې زائرینو ته به د دریو میاشتو لپاره د پاتې کېدو آساني وركولې شي۔ د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي د حج او عمرې وزیر ډاکټر توفیق العربیه د ازبکستان له سفیر سره د کتنې په مهال ووئيل پخوا د عمرې زائرینو د ویزې موده یوه میاشت وه كومه چې اوس تر درې میاشتو غځول شوې ده چې ورسره د نړۍ له هر هېواد څخه د عمرې زیارت کوونکو ته په سعودي عربستان کې تر درې میاشتو د پاتې كېدو اساني وركړې شوې ده۔