افغانستان ٬ ښوونيز مركز كښې د ځانمرګي بريد له امله د مړو شمېره 43 ته ورسېده

کابل۔3اکتوبر(اے پی پی)د افغانستان په پلازمېنه کابل کښې په یو ښوونیز مرکز کښې د ځانمرګي برید له امله د وژل شویو شمېره 43 ته رسېدلې او 83 نور ژوبل شوي دي۔ د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې په افغانستان کښې د ملګرو ملتونو مشن په خپل يو ټويټ كښې وئيلي چې یو ځانمرګي برید كوؤنكي د جمعې په ورځ د کابل په يوه محله كښې د مېرمنو د مطالعاتو په یو هال كښې ځان والوزولو چې په نتيجه كښې يۍ 43 كسان مړه او 83 ژوبل شول په كومو كښې چې انجونې او مېرمنې شامل دي۔ په ټويټ كښې د مړو شمېرې زياتېدو اندېښنه ښكاره كړې شوې ده۔ بلخوا تر دې دمه كومې ډلې د دې پېښې ذمه واري نه ده قبوله كړې۔ بلخوا د افغانستان عبوري حكومت وئيلي دي چې په دې بريد كښې تر دې دمه 25 كسان مړه او 33 ژوبل شوي دي۔