برسلز 03 اكتوبر(اے پي پي) د ناټو سېكرټري جنرل جينز سټولټن برګ وئيلي دي چې د روسي صدر ولاديمير پيوټن د جوهري وسلو كارولو بيانيه خطرناكه او غير ذمه واره ده۔د برتانيې خبررسني ادارې له مخې ده د امريكې ميډيا له وركړې شوي خپله يوه مركه كښې وئيلي چې د جوهري وسلو كارول به د روس لپاره خطرناكې نتيجې رامينځته كړي۔ ده ووئيل په ليمان ښار د يوكرېن قبضه د يوكرېني پيش رفت څرګندونه كوي كوم چې د دې خبري عكاسي كوي چې د يوكرېن پوځ د روس پوځ په شا د تنمبولو صلاحيت لري۔ د ناټو سيكرټري جنرل ووئيل د يوكرين سيمي روس كښې د ضم كولو ښه ځواب د يوكرين مرسته روانه ساتل پكار دي۔ده ووئيل د ناټو د انفرا سټركچر په ضد د كوم هم بريد به ځواب وركولې شي