اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ژمي په موسم كښې د ګاز متوقع طلب ترمخه په سمدستي توګه د تګلارې مرتب كولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي تېر حکومت په نړيواله منډۍ كښې د آرزان ګاز اغستو موقعې څخه ګټه نه ده پورته كړې ،په وخت ګاز نه اخستو سره د قام سره ظلم شوے، د تير حكومت په وخت پريكړي نه كولو نتيجو سره نن مخ يو ٬ ټول قام د ګرانۍ سره مخ دے، د تېر حكومت غوند بد انتظامي او مجرمانه غفلت به ونه زغملے شي۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزیراعظم په خپله مشرۍ كښې د ژمي موسم كښې د ګاز صورتحال له د وړاندې څخه د تګلارې مرتب کولو لپاره رابللي هنګامي غونډه كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔په غونډه كښې د ژمي موسم كښې د متوقع طلب او رسد په اړه تفصیلی بریفنګ واغستلے شو۔ غونډي ته د حکومت په موجودہ تګلاره او سباؤن كښې د ګاز وركولو لپاره په مرتب كړي پلان هم بريفنګ وركړے شو۔ وزیرِ اعظم اړوندو چارواكو ته د وړاندې كړي پلان لا ښه كولو او د لنډي او مينځنۍ مودي تګلارې ته د پام لرني كولو سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسی، د خزاني وفاقی وزیرِ اسحاق ډار، وزیرِ مملکت مصدق ملك، صلاحكار احد چیمه او اړوندو چاروكاو ګډون كولو۔په غونډه كښې وزيراعظم شهباز شریف د يخښنۍ موسم كښې د ګاز متوقع طلب ترمخه په سمدستي توګه د تګلارې مرتب کولو سپارښتنه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل تېر حكومت د کورونا په ورځو كښې نړيواله مندۍ كښې آرزان ګاز څخه ګټه نه ده پورته كړې ، په وخت ګاز نه اخستو سره لوي ظلم شوے ۔تير حكومت په وخت پريكړي نه كولو نتيجو سره نن قام مخ دے۔ وزیراعظم ووئيل د تير حكومت غوندې څه ډول بد انتظامي او مجرمانه غفلت به ونه زغملے شي۔ موجودہ حکومت په شميرو او خالی خبرو نه په عملی او سنجیدہ اقدامات باور لري