د عمران خان د سائفر پهحقله غېر ذمه واره او سازشي بيانيه د ټولو په وړاندې ده٬ تېر وزيراعظم د سېکرټ اېکټ خلاف ورزي كړې۔ وفاقي وزير اعظم نذيرتارړ

اسلام آباد29ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذيرتارړ وئيلي دي د عمران خان د سائفر پهحقله غېر ذمه واره او سازشي بيانيه د ټولو په وړاندې ده٬ تېر وزيراعظم د هېواد د مفاداتو په ضد خطرناكه لوبه كړې او د آفيشل سېکرټ اېکټ خلاف ورزي ئي كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د خبري كنفرنس په مهال كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د هېواد په سلامتيا به كومه سودا نه كېږي٬ د سائبر سيكورټي پحقله په قانون سازۍ به اړوندو ډلو او سول سوسائټۍ سره مشاورت كېږي۔