وبا او رنځونو څخه تحفظ لپاره په وخت اقدامات باوري كوو ، په داخلي لارو د نظر ساتلو مقصد د ايبولا وائرس مخنيوے كول دي۔ د روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټيل

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټيل وئيلي دي وبا او رنځونو څخه تحفظ لپاره په وخت اقدامات باوري كوو ، به داخلي لارو د نظر ساتلو مقصد د ايبولا وائرس خپريدو مخنيوے كول دي۔د زيارت په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل يوګنډا د اړخه ايبولا وائرس وبا ګرځول او د يو شمېر كيسونو نه پس د هېواد په ټولو داخلي لارو د صحت په اړه چارواكي الرټ دي ۔ده ووئيل بارډر اينډ هيلتھ سروسز آف پاكستان د وائرس مخنيوي لپاره ټول كوټلي اقدامات باوري كوي۔ده ووئيل د سوډان ايبولا وائرس مخنيوي لپاره په ټولو داخلي لارو نظر ساتلے كېږي۔ده د ايبولا وائرس په اړه د بهر هېوادونو مسافرو سكريننګ او علامات په حقله د خبرتيا سپارښتنه كړې۔ د روغتيا وزير ووئيل سوډان څخه نيغ په نيغه د پروازونو نه راتللو باوجود په عبوري لارو د راتلونكو مسافرو هم نګراني او تھرمل سكريننګ به باوري كولې شي ، شكمن او علامات لرونكې رنځوران به سمدستي رپورټ كولې شي۔ده ووئيل انټر نېشنل هيلتھ ريګوليشنز په سفارشات عمل درآمد باوري كېږي