اسلامي نړۍ دې ځوانانو ته معياري تعليم وركولو او د امت فكري صلاحيتونه زياتولو لپاره خپل مالي وسائل پكار راولي۔ صدر عارف علوي

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي اسلامي نړۍ دې ځوانانو ته معياري تعليم وركولو او د امت فكري صلاحيتونه زياتولو لپاره خپل مالي وسائل پكار راولي دغسې چې په اسلامي هېوادونو كښې په ځائي كچه علم ته وده وركړې شي٬ سائنس او ټېكنالوجي په جديد نړۍ كښې مهم كردار لوبوي، دا د ژوند په ټولو اړخونو كښې انساني پرمختګ متاثره كوي٬ بايد اسلامي نړۍ كښې بدلون لپاره ټېكنالوې پكار راوستلې شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د كامسټېك د اېګزېكټو كمېټۍ 31مې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ صدر ډاکټر عارف علوي د او آئي سي سائنسي او تكنيكي مرستې لپاره د د وزارتي قائمه كمېټۍ چيئرمېن دے٬ د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن براهيم طحه، د قزاخستان د تعليم او سائنس وزير سياسات بوربك، د نائيجيريا د سائنس او ټيکنالوجي وزير ډاکټر اوګبونايا آنوه، د فلسطين د مواصلات او انفارميشن ټيکنالوجۍ وزير اسحاق سدر، د قطر د تعليم انډر سېکتر پروفېسر ډاکټر ابراهيم صالح النعيمي، د سعودي عرب سائنس او ټيکنالوجۍ لپاره د شاه عبدالعزيز سټي صدر ډاکټر منير اېم ايلډيسوکي، د متحده عرب امارات د پبلك اېجوكېشن اېنډ اېډوانس ټېكنالوې وزيره ساره بن يوسف العميري، د او آئي سي د 14مې غونډې صدر د سعودي عرب نمائنده، سائنس او ټېكنالوجۍ لپاره د دوېم او آئي سي مشرانو غونډې صدر او د يو اے اي استازي په غونډه كښې آن لائن ګډون كولو۔ په دې موقع د سائنس او ټيکنالوجۍ وزارت سېکرټري او د کامسټيك رابطه کار د اېګزېكټو كمېټۍ د 31مې غونډې د اېجنډې په اړه بريفنګ وركړو