د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د كمېټۍ په تيره غونډه كښې په شوو پريكړو د عملدرآمد صورتحال جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې چيف اكانومسټ ډاكټر نديم جاوېد٬د خزانې وزارت٬لائن منسټريز٬اېف بي آر٬ټرېډنګ كارپورېشن آف پاكستان٬يوټېلټي سټورز كارپورېشن آف پاكستان٬پاسكو او د صوبائي حكومتونو استازي موجود وو۔وفاقي وزير ته ووئېل شول د اوسني سيلاب تباهۍ په نتيجه كښې غنم٬آلو٬ټماټر او د خوراك نورو څيزونو ته زيان رسيدلے ۔دغسې د اړوندو محكمو لخوا د پورته كړو اقداماتو او ضروري څيزونو په بيعو كښې د اضافې په رجحان د پريوتو اثراتو جاج واغستلے شو ۔۔پاکستان بیورو آف سټېسټکس (پی بی ایس) په سینسټو پرائس انډیکس (ایس پی آئی)رپورټ وړاندې كړو۔غونډې ته وووئيل شول د تيرې يوې اوونۍ په مهال د 10 ضروري څيزونو پشمول د برېښنا٬ټماټر٬اېل پي جي سلنډر٬كيلا٬اوګې٬ مسور٬د خوراك تيلو وغېره بيعو كښې كمے راغلے ۔۔په غونډه كښې د 17 ښارونو څخه اخستے شوو بيعو باندې هم غور وشو۔وفاقي وزير صوبائي حكومتونو او د اسلام آباد انتظاميې ته هم هدايت وكړو چې هغوي د ضروري څيزونو هول سيل او ريټيل بيعو ترمينځه د ګټې مارجن كمولو لپاره اقدامات پورته كړي۔وفاقي وزير د صنعت وزارت ته هدايت وكړو چې هغوي دې راتلونكې يوه مشيات كښې دننه د غوړو/د خوراكي تيلو په بيعو كښې 20 روپۍ كمے باوري كړي۔غونډې ته ووئيل شول د سېلاب تباهۍ له امله د ضروري څيزونو په رسد كښې كمے شوے د كومې څخه چې په مجموعي توګه په بيعو اثر پريوتے دے۔وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې د ليه څخه بلوچستان ته د غنمو وركولو څخه به په بلوچستان كښې د غنمو په بيعو كښې كمے راشي