د چين ډاكټر وژنه٬د كورنيو چارو وزير رانا ثناﺀ الله د ډزو د پېښې د سندھ چيف سېكرټري نه رپورټ اوغوښو

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله د چين ډاكټر په كلينك كښې د ډزو پېښې نوټس اخستو سره د سندھ چيف سېكرټري نه رپورټ طلب كړے ۔په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئيل د ډزو په پېښه كښې د چين وګړي د وژنې غندنه د غم دړد څرګندونه وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئيل دا ډول پیښې د زغملو وړ نه دي٬تورن دې زر تر زره ونيولے شي او د چينائي وګړو امنيت دې په هر صورت باوري كړے شي