د سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه په مشرۍ كښې د كوركمانډرز كنفرنس ، د فارميشنز په آپريشنل تياريو د اطمينان څرګندونه،بهرنۍ او كورنۍ سلامتيا په صورتحال ، د پوځ د مرستي په روانو هلو ځلو بريفنګ وركړے شو

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د فارميشنز په آپريشنل تياريو د اطمينان څرګندوني سره سپارښتنه كړې چې ټولو سكيورټي ادارو سره په ګډه د ترهه ګرۍ په ضد كاروائي كښې دې كوم كمے ونه كړے شي ،د كوم هم خطر مخنيوي لپاره هر وخت چمتو پاتي شئ۔د آئي اېس پي آر له مخي سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو 251مه غونډه د شورو په ورځ جي ايچ كيو پينډۍ كښې وشوه۔فورم ته د بهرني او كورني سلامتيا په صورتحال او په خاص توګه ټول هېواد كښې د آرمي فارمشينز د اړخه د مرستي په روانو هلو ځلو بريفنګ وركړے شو۔فورم سيلاب ځپليو سره د يووالي څرګندونه وكړه كوم چې ستونزو سره مخ دي، فورم د ځپليو مرستي او بحالۍ لپاره د زياتي مرستي عزم وكړو۔د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه د ستونزو سره مخ وګړو ته رسيدلو او د هغوي ستونزو كمولو لپاره په بشپړه مرسته د فارميشنز ستائنه وكړه۔سرلښكر سيلاب ځپليو سيمو كښې د رنځونو خپريدو مخنيوي لپاره د اقدامات پشمول د سيلاب ځپليو او په خاص توګه ماشومانو او ميرمنو له هنګامي طبي مرستي په وركولو د آرمي ډاكټرز/پيراميډكس ستائنه وكړه۔ سرلښكر په هنګامي بنيادونو د مهمو لارو او د مواصلاتي ډھانچې په بحالولو د آرمي انجينئرز / ايف ډبليو او كردار هم وستائلو۔ جنرل قمر جاويد باجوه فارميشنز ته سپارښتنه وكړه چې ريليف، بحالۍ، تعمير نو ته پام لرنه وكړئ او سيلاب ځپليو سيمو كښې د ژوند بحالولو له مرسته وكړي۔فورم د پولو صورتحال، داخلي سلامتيا او پوځ نورو پېشه وره چارو ته پام لرني كولو سره د سلامتيا ماحول جاج واخست۔فورم عزم كوكړو چې هېواد كښې ترهه ګري له بيا د سر پورته كولو اجازه به ورنه كړې شي۔سرلښكر د پاك پوځ فارميشنز ته سپارښتنه وكړه چې د قانون نافذ كوونكو ادارو سره په ګډه د ترهه ګرۍ په ضد كارروائي كولو كښې بې غوري ونه كړئ۔ د فارميشنز په آپريشنل تيارو د اطمينان څرګندونې سره سرلښكر ټول فارميشنز ته امر وكړه چې د كوم هم خطر مخنيوي لپاره چمتو پاتي شئ۔كور كمانډرز كنفرنس په مهال د دې عزم څرګندونه وشوه چې ترهه ګري به بيا سر پورته كولو ته پرې نه ښودلې شي۔