په آئين كښې څرګند دي چې پاكستان كښې يو قانون هم د قرآن او سنت په خلاف نشي جوړېدے٬ سياست لپاره د مذهب استعمال جرم دے۔ د حافظ طاهر محمود اشرفي بيان

APP16-280922 ISLAMABAD: September 28 - Special Assistant to the Prime Minister on Religious Harmony Maulana Tahir Mehmood Ashrafi addressing a press conference at his office. APP

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي په آئين كښې څرګند دي چې پاكستان كښې يو قانون هم د قرآن او سنت په خلاف نشي جوړېدے٬ سياست لپاره د مذهب استعمال جرم دے٬ د سېلاب ځپليو په مرسته د ملګرو هېوادونو مننه كوٶ٬ ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان له د سعودي عرب په وزيراعظم منتخب كېدو مباركي وركوٶ۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې حافظ طاهر محمود اشرفي ووئېل ټولې اسلامي نړۍ او خوږ هېواد پاكستان كښې مېشته پاکستانيانو ته د ربيع الاول د مياشت په نسبت يو واضح پېغام دے چې حضرت محمدۖ رحمت اللعالمين دے او د محمدۖ پېغام امن، مينه، رواداري او د مظلومانو، ضعفانو خيال ساتل دي، ټول قام ته خواست كوٶ چې كه يو خوا مونږ له د حضرت محمد مصطفٰې پېغام رسول دي نو بلخوا په دې عملدرآمد هم كول دي۔ ده قام ته غل وكړو جې دا مهال د پاكستان اويا فيصده آبادي سېلاب ځپلې ٬ د دوي مرستې له راوړاندې شې ۔ ده ووئيل د سېلاب پحقله د متحده عرب امارات، سعودي عرب، اروپائي هېوادونو ، برتانيه، امريکه، اومان، قطر، کويت، ترکيه څخه د مرستې سلسله روانه ده ٬ زه د پاكستان د حكومت او اولس لخوا د هغوي مننه كوم