اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پوهنتونه دې معياري او هنر مند افرادي قوت راپېدا كولو لپاره د تحقيق او پرمختګ هلو ځلو ته پام لرنه وكړي، لوستي ځوانان د هېواد په معيشت او اقتصادي پرمختګ كښې كهم كردار لوبولے شي، پوهنتونه دې د ماركيټ ضرورت له مخې دوه كلنه اېسوسي اېټ ډګري كورسز يا ډپلومه كورسز شروع كړي۔ صدر مملكت دا خبرې د شورو په ورځ د نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لېنګوئجز (نمل) پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ ده ووئيل د جديد علم وركړه٬ زده كوٶنكي د فكري ودې جوګه كولو لپاره عزم لرونكو او د پېشه وره استاذانو خدمات ترلاسه كول ډېر اهميت لري۔ ده ووئيل د زده كوٶنكو او د ګرېجوئټس شمېره زياتولو لپاره دې جامعات د تدريس هائبرډ او آن لائن طريقه كار خپل كري٬ د تعليمي ادارو ټولې اړوندې ډلې دې خپل فكري صلاحيتونه لا ښه كړي۔ ده ووئيل تعليم د سماجي او اقتصادي پرمختګ لويه ذريعه ده، پېغلې انجونه او ځوانان به د تعليم او تربيې د لارې په معاشي توګه اختيار مندې جوړ كړې شي٬ بايد لوستو ځوانانو ته يو ډول موقعې وركولو لپاره هر ډول ممكنه هڅې وكړې شي۔ صدر مملکت د نړيوالو ژبو په زده كړه رڼا اچولو سره ووئيل دې كښې ادب٬ سائنس او په نورو څانګو كښې موجود علم څخه استفاده كېدې شي۔ په دې موقع د نمل رېکټر مېجر جنرل (ر) محمد جعفر صدر مملکت ته د پوهنتون لخوا د پېل كړي تعليمي پروګرام او په بېلا بېلو اقداماتو بريفنګ وركړو۔ په دې موقع صدر مملکت په هېواد كښې د تعليم په خاص توګه د نړيوالو ژبو د زده كړې ودې لپاره د نمل پوهنتون د كردار ستائنه وكړه