د عمران خان سازشي بيانيه له مينځه تللې، حكومت د آډيو ليك فرانزك كوي ۔ د كورنيو چارو وزير رانا ثنا الله خان د وفاقي كابينې غونډي نه پس ميډيا ته بريفنګ

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله خان وئيلي دي د عمران خان او اعظم خان ترمينځه د غير ملكي سازش په اړه آډيو ليك نه پس د عمران خان سازشي بيانيه ختمه شوې ، عمران خان كه د دې آډيو ليك په معامله سپريم كورټ ته لاړو نو هركلے به ئې كولے شي، حكومت د آډيو ليك فرانزك كوي، د عدالتي صادق او امين عمران خان مكروه مخ قام ليدلے دے، ذاتي ګټې لپاره قامي ګټې ته زيان رسولې شوے، قام دې دا فتنه اوپيژني او كه داسي ونه شوه نو هېواد او قام د پېښي سره مخ كيدے شي، د غير ملكي سازشي بياني اصل بينفيشل او مجرم عمران خان دے۔ده د شورو په ورځ وفاقي كابينې غونډي نه پس ميډيا ته بريفنګ وركولو۔ د كورنيو چارو وزير رانا ثنا الله ووئيل څوك چې هم د ګمراهۍ ښكار دي هغوي ته هم په ډاګه شوې چې عمران خان په هېواد دښمن ايجنډا كار كوي،د هغه هر عمل د قام او هېواد لپاره د زيان وړ دے،عمران خان قام تقسيمولو او د ځوانانو ګمراه كولو سياست كوي۔ده ووئيل ما د عمران خان د ډيرو څيزونو وړاندې هم وضاحت كړے چې قام دې دا فتنه اوپيژني،كه داسې ونه شوه نو هېواد او قام د پېښي سره مخ كيدے شي۔ده ووئيل عمران خان پوهنتون ته په تللو ځوانان راپاروي ، عمران خان وائي زما حكومت د امريكې سازش د لاري ختم كړے شوے او موجوده حكومت كوم چې په جمهوري انداز جوړ شوے دا نه منم۔ده ووئيل د آډيو ليك نه پس د عمران خان سازشي بيانيه ختمه شوې ، عمران خان په اړه آډيو وائرل شوې مونږ د ميډيا د لاري قام له د شعور وركولو هڅه كوو دغسې چې فتنه د قام نور زيان ونه كړي۔ده ووئيل عمران خان او د هغه سيكرټري خپلو كښې خبري كوي، څه چې وائي چې اپوزيشن او امريكې سازش كړے،په اصل كښې د سازش كولو لپاره دا خبرې شوې وې۔ده ووئيل تيره ورځ هم عمران خان وئيلي او اوس هم وائي چې په اسلام آباد كښې به واردات كوو ، په 25 مئي هم عمران خان واردات كولو كوم چې كامياب نه شو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د عدالتي صادق او امين مخ اولس ليدلے دے،د خپلې ګتې په خاطر د آفيشل ميټنګ منټس بدل كړې شوي۔ده ووئيل 6 مياشتو راهسې دروغ او فراډ كونكے قام سره فراډ كوي، څلورو كلونو كښې عمران خان هېواد ته معاشي ، اخلاقي او په سياسي توګه زيان رسولے ، سياسي كلتور تباه كړے شوے ، ده ووئېل په نړيواله كچه پاكستان يواځي شوے٬ داسې صورتحال كښې هند ته دا موقع ترلاسه شوې او مقبوضه كشمير كښې ئې ناروا سلوك شروع كړے۔ده ووئيل د پي ټي آئي اتحاديانو چې كله هغه پرېښودلو نو عمران خان د امريكې د سازش بيانيه قام ته وړاندې كړه، نن د عمران خان دروغ نيولې شوي۔ده ووئيل آډيو ليك په اړه عمرا ن خان دې سپريم كورټ ته لاړ شي،حكومت فرانزك كوي۔۔د يوې پوښتنې په ځواب د كورنيو چارو وزير رانا ثنا الله ووئيل د امريكې د سازش الزام په اصل كښې سياسي بيانيه جوړه شوې۔ده ووئيل د عمران خان مكروه مخ ټولو ته په ډاګه كول لوي عمل دے۔ده ووئيل د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه په خپل وخت كېږي ٬ د هغې به اعلاميه جاري كولې شي۔ رانا ثنا الله خان ووئيل د دې ټول فراډ بينفيشل عمران خان ؤ ، اعظم خان خو بيوروكريټ دے،اصل مجرم عمران خان دے