سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان له د سعودي عرب وزيراعظم او شهزاده خالد بن سلمان له دفاع وزير په جوړيدو مباركي وركړه

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود له د سعودي عرب په وزيراعظم او شهزاده خالد بن سلمان له دفاع وزير په جوړېدو مباركي وركړې ده۔د آئي اېس پي آر ډي جي ټويټ له مخې سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان له د سعودي عرب په وزيراعظم او شهزاد خالد بن سلمان له د سعودي عرب د دفاع وزير په جوړيدو مباركي وركړې ۔سرلښكر وئيلې دي پاكستان سعودي عرب سره خپلي تاريخي اړيكي مهمي ګڼي۔(sfa/zia/1801)