تېر حكومت د خپلو كړو لوظونو پاسداري نه ده كړې ، مونږ هېواد د ډيفالټ كيدو څخه ساتلے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د كابينې غونډي ته وينا

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي مونږ د تېر حكومت د غير ذمه وارۍ پیټے پورته كړے او هېواد مو د ډيفالټ كيدو څخه ساتلے ك، پي ټي آئي حكومت د نړيوالو لوظنامو خلاف ورزي كړې چې ورسره په رياست پاكستان د نړيوالي ورورولۍ باور مجروح شوے،د پټروليم مصنوعات بيعه كښې د كمي اعلان شوے ؤ خو په بجټ كښې سبسډي لپاره روپۍ نه وې بيلي شوې چې له امله ئې په اولس د پټروليم بيعه كښې د زياتوالي او د ګرانۍ اثرات مرتب شوي ۔د شورو په ورځ د وفاقي كابينې غونډي ته په خپله وينا كښې وزيراعظم د خزاني وزير اسحاق ډار ته د كابينې په غونډه كښې هركلے اووې۔ وزيراعظم ووئيل زه د خپل اړخه او د كابينې د اړخه د خزاني وزارت په چوكۍ سنبھالولو مباركي دركوم او ستاسو لپاره لاس په دعا يو٬ تاسو يو زيرك سياستمدار ئې او تير وخت كښې هم د خپلي تجربې، پوهې ، محنت او ايماندارۍ په سوب ئې ښه خذمات ترسره كړي۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې مخلوط حكومت ته به د هغه د خزاني وزير په حېث شموليت سره وده ترلاسه شي۔ وزيراعظم د خزاني تېر وزير مفتاح اسماعيل خذمات ته هم پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه شپه ورځ خوارۍ كولو سره پاكستان د ډيفالټ كيدو صورتحال څخه بچ كړے،هغه په ښه ډول خپلي ذمه وارۍ ترسره كړي۔ وزيراعظم ووئيل د تېر حكومت د زياتې بې غورۍ او خرابي كاركردګۍ بوجھ مونږ پورته كړے، په دې مونږ هم په تكليف كښې يو چې اولس د ګرانۍ سره مخ شوے خو د دې مونږ ذمه وار نه يؤ، ده ووئسېل تېر حكومت د پټروليم مصنوعات بيعه كمه كړې وه او په نړۍ كښې بيعي زياتي شوي وې او په بجټ كښې ئې سبسډي ورله هم نه وه بيله كړې، ده ووئېل تېر حكومت د لوظنامو خلاف ورزۍ كړي چې له امله ئې پاكستان قرض سره مخ شوے او د آئي اېم اېف شرائط نور هم سخت شوي، په رياست پاكستان د نړيوالي ورورولۍ اعتماد مجروح شوے، ده ووئېل تېر حكومت د خپلو لوظنامو پاسدار نه ده كړي چې له امله ئې مونږ په نړۍ كښې شرمندګۍ سره مخ شوې يو۔ وزيراعظم د آئي اېم اېف سره د ډيل په كاميابۍ سره منطقي انجام ته په رسولو مفتاح اسماعيل له شاباش وركړو۔ وزيراعظم كابينه سمرقند كښې د شنګھائي مرستي تنظيم غونډي په موقع چين، روس، تركيې او مينځني اسياﺀ هېوادونو مشرانو سره د شوو مثبت او تعميري ملاقاتونو او خبرو اترو څخه خبرولو كښې ووئيل زما هغوي سره په كنكټيويټي او ګاز وركولو خبرې شوي،دما د د دوه اړخيزه خبرو او سيلاب صورتحال په اړه هم نړيوال لارښود خبر كړي۔ دغسې وزيراعظم د شنګھائي مرستي تنظيم او بيا د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې په موقع د بلاول بھټو زرداري، شيري رحمن، مرېم اورنګزيب پشمول وفاقي وزيرانو او د خارجه دفتر د چارواكو معاونت او په خوارۍ د هغوي مننه وكړه