د ډينګي رنځورانو په دارو درملو كښې به بې غوري ونه زغملې بشي ۔ د صحت وفاقي وزير عبد القادر پټيل

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټيل د ډېنګي د زياتو شوو كېسونو له مخې روغتونونو ته خاص امر كړے چې د ډينګي د رنځورانو په دارو درملو كښې به بې غوري ونه زغملې شي ۔ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل رنځورانو ته په روغتونونو كښې ويړيا طبي اسانۍ باوري كوٶ، د روغتون عمله دې د دغه رنځورانو درملنې لپاره سخت اقدامات وكړي۔ ده ووئيل د دې رنځ لاره نيولو لپاره ټول وسائل كاروٶ٬ د ډينګي وائرس تشخيص او مخنيوي لپاره سرويلنس نظام دې لا ګړندے او ښه كړے شي۔ وفاقي وزير امر وكړو چې د ډېنګي وائرس مخنيوي لپاره دې د شعور بېدارولو كمپائن هم تېز كړے شي او د صحت ضلعي چارواكي دې د ډېنګي مخنيوي لپاره د كوټلې لائحې د لارې اقدامات باوري كړي