د بېنظرانكم سپورټ پروګرام له مخې په سېلاب ځپليو 18 لكه څخه زياتو كورنيو 46 اربه روپۍ تقسيم كړې شوي

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي)د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام(بي آئي اېس پي)له مخې په سېلاب ځپليو 1,861,836 كورنيو 46 اربه روپو څخه زياتې تقسيم كړې شوي ۔د بي آئي اېس پي له مخې بلوچستان٬سندھ٬خېبرپښتونخوا٬پنجاب او د ګلګت بلتستان سېلاب ځپليو كورنيو له 25 زره روپۍ د يوې كورنۍ په سر وركړې كېږي۔په ټول هېواد كښې د فلډ رېليف كېش اسسټینس له مخې تراوسه په مجموعي توګه 1,861,836 سېلاب ځپلو كورنيو له 46,545,900,000 روپۍ وركرې شوي۔په بلوچستان كښې سېلاب ځپليو 150,568 كورنيو ته 3,764,200,000روپے تر لاسه شوي۔ سندھ كښې 1,321,300 كورنيو له 33,032,500,000 روپۍ وركړې شوي۔ دغسې خیبرپختونخوا كښې 183,628 كورنيو له 4,590,700,000 روپۍ ٬ پنجاب كښې 206,033 كورنيو ته 5,150,825,000 روپۍ وركړې شوي۔ګلګت بلتستان كښې هم سېلاب ځپليو 307 كورنيو له 7675000 روپۍ وركړې شوي دي