ايټاليا څخه د مرستې لومړۍ الوتکه د کراچۍ جناح نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده

اسلام آباد۔24ستمبر (اے پی پی) ايټاليا څخه د سيلاب ځپلو لپاره لومړۍ امدادي الوتکه د کراچۍ جناح نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند ترمخه د مرستې دا سامان د سندهـ وزيراعلې د مرستې او بحالۍ صلاكار رسول بخش چانڊيو، په کراچۍ کې د ايټاليا نائب قونصلر اينريکو ريکارډي، د ايټاليا پوځي اتاشي او د اين ډي ايم اے او د خارجه چارو وزارت نمائندګانو ترلاسه كړو۔ د دې مرستې تود هرکلي سره سره داېټاليا د حكومت مننه وكړې شوه۔