تر اوسه بهر هېوادونو څخه د مرستې 121 پروازونه پاكستان ته رارسېدلې دي٬ خارجه دفتر

اسلام آباد۔22 ستمبر(اے پی پی(پاكستان كښې د سخت سېلاب د لاسه ستونزو سره مخ شوو وګړو لپاره بهر هېوادونو څخه د مرستې پروازونو راتګ لړۍ روانه ده٬ تر دې دمه د بېلو هېوادونو څخه 121 پروازونه د مرستې سامان سره پاكستان ته رارسېدلې دي۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د متحده عرب امارات لخوا تر دې دمه 41، تركيه نه 13، چین نه 4، ازبکستان 1 ٬ قطر 4 ٬ فرانس 1 ٬ يونېسېف 3 ٬ يو اېن اېچ آر 13 ٬ تركمانستان او اردن 1 ٬ 1 ٬د خوراك نړيوالې ادارې 3 ٬ امريكې نه 21 ٬ برطانيه 1 ٬ نيپال 1 ٬ عمان 6 ٬ يونان 1 او د سعودي عربستان نه 5 پروازونه د مرستې سامان سره پاكستان ته رارسېدلې دي۔ دې سره سره تركيه څخه د دوو ټركونو او دوه رېل ګاډو ٬ تاجكستان څخه د 87 ټرکونو او عمان څخه د يوې بحري بېړۍ دلارې د مرستې سامان پاكستان ته رارسېدلے دے